د کور او ښار جوړولو وزارت د اصولي اسنادو د طي مراحل او بیا کتنې کمېټې ناسته وکړه
۱۴۴۴/۰۶/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د اصولي اسنادو د طی مراحل او بیا کتنې د کیمټې غړو ناسته وکړه، چې په کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت د اصولي اسنادو د طی مراحل او بیا کتنې د طرزالعمل متن وروستی کړ.
د دې کمیټې غړو د احکامو، موخو، مکلفیتونو او د نورو موضوعاتو په طرزالعمل خبرې او نظرونه شریک کړل او د یاد طرزالعمل متن یې وروستی کړ.د ښاري چارو مرستیال د دې کمیټې له غړو چې د دې طرزالعمل د متن په لیکلو کې یې فعاله ونډه در لوده مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام له تاییدۍ وروسته اړوندې ادارې اړ دي چې د اصولي اسنادو طی مراحل او بیا کتنه د طرزالعمل مطابق تنظیم کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.