د ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلان د ریاست لومړۍ کاري ناسته
17/3/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د هېواد د ملي ستراتیژۍ او هر اړخیز پلان ته کتنه وکړه.
په دې غونډه کې د پلان جوړولو عمومي رئیس محترم انجنیر حفیظ الدین فیضي د ملي ستراتیژۍ د لومړني پلان طرحه او د هېواد د ملي جامع پلان په اړه خبرې وکړې او دغه پلان یې چمتو کړی دی.
او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ته د دې ادارې کاري پلان تشریح کړ، دغه ولایت ته یې د دغه ریاست د پرسونل د سفر د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست په تشکیل کې یې د نویو تجربه لرونکو او روزل شویو کسانو د استخدام غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د یادې ادارې د لومړني ستراتیژۍ پلان او هر اړخیز پلان او د دې ادارې د تشکیل په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او لازمې لارښوني ورته وکړي.