پروان د ښار جوړولو او ځمکو ریاست او د پروان د پوهنتون ترمنځ دهمکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
2/17/1444
د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست او د دغه ولایت پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دغه تفاهم لیک موخه د پروان پوهنتون د استادانو او انجینري محصلینو د تجربو انتقال او د ښار جوړولو او ځمکو ریاست له کاري سرچینو څخه ګټه اخیستنه ده.
دواړه لوري د دې ولایت د ښاري ماسټر پلانونو او زیربناوو د تطبیق په برخه کې خپلې مسلکي تجربې او پوهه سره شریکوي، ترڅو دواړه زده کوونکي وکولای شي د عملي کار په ترڅ کې له شتو سرچینو څخه ښه ګټه پورته کړي.
له بلې خوا د ښارجوړولو ریاست کولای شي د خپلو کاري پروژو په تطبیق کې له ځوانو انجینرانو څخه کار واخلي.
د دې یادداشت د اعتبار موده درې کاله ده چې د اړتیا په صورت کې تمدید کیدای شي او دا مادې د دواړو بنسټونو ترمنځ ،دهمکاري روښانه بیلکه ده .