د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د ازموینې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري، د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د نمونې اخیستنې، برمې کارۍ او ساحوي ازموینو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د خاورې د ازموینې دویمه برمه بشپړه شوې او اړوند ژوروالی یې ثبت او اندازه شوی دی.
همداراز، د ازموینې وسایل او برمه کاري ماشین د درېیمې برمې ساحې ته انتقال شوي، ترڅو د جیوتخنیکي مطالعاتو او خاورې د ارزونې چارې دوام ومومي.
یادې ازموینې د دې لپاره ترسره کېږي چې د پروژې د ډیزاین او راتلونکو ساختماني چارو لپاره لازم تخنیکي معلومات راټول او د خاورې فزیکي او تخنیکي ځانګړتیاوې په دقیق ډول وارزول شي.
