د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د ازموینې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۶
خوندي اسناد

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري، د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د نمونې اخیستنې، برمې ‌کارۍ او ساحوي ازموینو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د خاورې د ازموینې دویمه برمه بشپړه شوې او اړوند ژوروالی یې ثبت او اندازه شوی دی.

 همداراز، د ازموینې وسایل او برمه ‌کاري ماشین د درېیمې برمې ساحې ته انتقال شوي، ترڅو د جیوتخنیکي مطالعاتو او خاورې د ارزونې چارې دوام ومومي.

یادې ازموینې د دې لپاره ترسره کېږي چې د پروژې د ډیزاین او راتلونکو ساختماني چارو لپاره لازم تخنیکي معلومات راټول او د خاورې فزیکي او تخنیکي ځانګړتیاوې په دقیق ډول وارزول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د ازموینې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري، د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د نمونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۴۲۷۷ استوګنیزې نمرې تنظیم او تائید شوې

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت