مهمه خبرتیا! هغه محترم راستانه شوي مهاجر چې فورمې یې مستردې شوي په ننګرهار ولایت کې
مهمه خبرتیا!
هغه محترم راستانه شوي مهاجر چې:
🔹 د مهاجرت فورمې یې په ټاکلي وخت د مهاجرينو چارو رياست کې نه دي ثبت کړي؛
🔹 يا یې نومونه د وزارت مقام له لوري په استول شويو لستونو کې شامل نه دي؛
🔹 او يا د ننګرهار ولايت پرته د نورو ولايتونو اصلي اوسېدونکي دي، خو خپلې فورمې یې د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رياست ته سپارلې دي؛
په درنښت خبر ورکول کېږي، چې که ستاسو نومونه په لاندې لستونو کې موجود وي، لطفاً د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست ته مراجعه وکړئ او خپلې اصلي د مهاجرت فورمې د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رياست څخه ترلاسه کړئ.
یادونه:
✅ د نورو ولايتونو اصلي اوسېدونکو ته به نمرې په خپلو اړوندو ولايتونو کې وېشل کېږي.
✅ هغه کسان چې نومونه یې په لومړي او دوهم لست کې شامل نه وي، د مقام د راتلونکې پرېکړې او هدايت تر صادرېدو پورې دې منتظر پاتې شي.
د مستردو شو مهاجرینو د فورمو لیست:
https://drive.google.com/file/d/1QoIPM-TBpfWB78wfgZHFGt5PeyZkMGic/view?usp=drive_link