کابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په تړاو څارنه اوارزونه وشوه
۱۴۴۷/۹/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې او د پخوانیو فعالیتونو په دوام، د کابل ښار د زوراباد سرګروپیت اړوند د یوولسم جنکشن د برېښنا شبکې له پلانونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دغه څارنه کې، د زور اباد د یوولسم جکشن اړوند د برېښنا لومړی، دوهم، درېیم، او پنځه څلوېښتم برېښنا برجونو څخه تخنیکي څارنه وشوه.
د دې نظارت اساسي موخه په ښار کې د برېښنا کېبلونو د بې نظمۍ او زیات تراکم مخنیوی، د برېښنا شبکو د حریم ساتنه، د عامه خوندیتوب کچې لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.
د برېښنا کېبلونو بې نظم نصب او زیات تراکم کولای شي ښاري ګډوډي رامنځته کړي او د مالي او ځاني زیانونو ګواښ زیات کړي.
یاد نظارت په دوامدار او هدفمند ډول د کابل ښار په ټولو برېښنا جنکشنونو کې ادامه لري او د هر ډول تخلف په وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
