کابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په تړاو څارنه اوارزونه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
کابل

۱۴۴۷/۹/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې او د پخوانیو فعالیتونو په دوام، د کابل ښار د زوراباد سرګروپیت اړوند د یوولسم جنکشن د برېښنا شبکې له پلانونو څخه نظارت ترسره کړ.

په دغه څارنه کې،  د زور اباد د یوولسم جکشن اړوند د برېښنا لومړی، دوهم، درېیم، او پنځه څلوېښتم برېښنا برجونو څخه تخنیکي څارنه وشوه.

د دې نظارت اساسي موخه په ښار کې د برېښنا کېبلونو د بې‌ نظمۍ او زیات تراکم مخنیوی، د برېښنا شبکو د حریم ساتنه، د عامه خوندیتوب کچې لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.

د برېښنا کېبلونو بې‌ نظم نصب او زیات تراکم کولای شي ښاري ګډوډي رامنځته کړي او د مالي او ځاني زیانونو ګواښ زیات کړي.

یاد نظارت په دوامدار او هدفمند ډول د کابل ښار په ټولو برېښنا جنکشنونو کې ادامه لري او د هر ډول تخلف په وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت