د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوندو ټیمونو د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه نظارتي لیدنه ترسره کړه. یاده لیدنه د دې لپاره وه، تر څو د فابریکې د جوړښت موقعیت، د ښاري پلان سره د مطابقت کچه او د نافذه قوانینو رعایت وڅېړل شي.
د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې نوموړې فابریکه په غیر پلاني ساحه کې موقعیت لري. که څه هم یاد صنعتي مرکز اقتصادي ارزښت لري، خو په غیر پلاني ساحه کې یې فعالیت د ښاري نظم، چاپېریال ساتنې او منظمې پراختیا لپاره ستونزې رامنځته کوي.
د نظارت ټیمونو په ارزونه کې همدارنګه څرګنده شوه چې فابریکه د فاضله موادو د مدیریت، د لوګي د کنټرول او د کارکوونکو د خوندیتوب اړوند یو شمېر تدابیر پلي کړي دي. سره له دې، د فابریکې له مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه تر څو اړوند قانوني، تخنیکي او جواز لرونکي اسناد د څېړنې لپاره د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري.
د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست ټینګار کوي چې د ښار جوړونې قوانین، د ښاري پلان اصول او چاپېریالي معیارونه باید د ټولو صنعتي او ساختماني فعالیتونو پر مهال په بشپړه توګه رعایت شي، تر څو د ښاري تخلفاتو مخه ونیول شي او منظم ښاري نظم تأمین شي.
