د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
شکردره

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوندو ټیمونو د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د ملت سټیل فابریکې له ساحې څخه نظارتي لیدنه ترسره کړه. یاده لیدنه د دې لپاره وه، تر څو د فابریکې د جوړښت موقعیت، د ښاري پلان سره د مطابقت کچه او د نافذه قوانینو رعایت وڅېړل شي.

د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې نوموړې فابریکه په غیر پلاني ساحه کې موقعیت لري. که څه هم یاد صنعتي مرکز اقتصادي ارزښت لري، خو په غیر پلاني ساحه کې یې فعالیت د ښاري نظم، چاپېریال ساتنې او منظمې پراختیا لپاره ستونزې رامنځته کوي.

د نظارت ټیمونو په ارزونه کې همدارنګه څرګنده شوه چې فابریکه د فاضله موادو د مدیریت، د لوګي د کنټرول او د کارکوونکو د خوندیتوب اړوند یو شمېر تدابیر پلي کړي دي. سره له دې، د فابریکې له مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه تر څو اړوند قانوني، تخنیکي او جواز لرونکي اسناد د څېړنې لپاره د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري.

د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست ټینګار کوي چې د ښار جوړونې قوانین، د ښاري پلان اصول او چاپېریالي معیارونه باید د ټولو صنعتي او ساختماني فعالیتونو پر مهال په بشپړه توګه رعایت شي، تر څو د ښاري تخلفاتو مخه ونیول شي او منظم ښاري نظم تأمین شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت