په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۵
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې یو شمېر مهمې چارې بشپړې او ځینې نورې تر کار لاندې دي. تر دې دمه د ګریډ بیم کانکریټ اچونه، د مسجد د فرش پُرکاري او د پایو سیخ بندي بشپړه شوې ده، او دا مهال د مسجد د لوېدیځ لوري د پایو د کانکریټ اچونې چارې روانې دي.
د نظارت په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د پایو د کانکریټ اچونې چارې د منظور شوې نقشې مطابق ترسره کړي او د کانکریټ د اوبه ورکولو او کیورنګ پروسې ته جدي پاملرنه وکړي. ټینګار وشو چې د یادو تخنیکي اصولو د نه مراعات په صورت کې به هر ډول تخنیکي او حقوقي مسوولیت د قراردادي شرکت پر غاړه وي.
د مسجد شریف پروژه د نیمروز ولایت له مهمو دیني او عامه رغنیزو پروژو څخه ده چې موخه یې د عبادت لپاره د معیاري او مناسب چاپېریال برابرول دي، او د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري یې دوامداره څارنه د کیفیت د ډاډ لپاره ترسره کېږي.
