په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۳
نیمروز

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې یو شمېر مهمې چارې بشپړې او ځینې نورې تر کار لاندې دي. تر دې دمه د ګریډ بیم کانکریټ اچونه، د مسجد د فرش پُرکاري او د پایو سیخ ‌بندي بشپړه شوې ده، او دا مهال د مسجد د لوېدیځ لوري د پایو د کانکریټ اچونې چارې روانې دي.

د نظارت په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د پایو د کانکریټ اچونې چارې د منظور شوې نقشې مطابق ترسره کړي او د کانکریټ د اوبه‌ ورکولو او کیورنګ پروسې ته جدي پاملرنه وکړي. ټینګار وشو چې د یادو تخنیکي اصولو د نه مراعات په صورت کې به هر ډول تخنیکي او حقوقي مسوولیت د قراردادي شرکت پر غاړه وي.

د مسجد شریف پروژه د نیمروز ولایت له مهمو دیني او عامه رغنیزو پروژو څخه ده چې موخه یې د عبادت لپاره د معیاري او مناسب چاپېریال برابرول دي، او د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري یې دوامداره څارنه د کیفیت د ډاډ لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت