د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۷/۶/۲۵
د مهاجرینو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د باعزته استوګنې د زمینې برابرولو په موخه، یو بل ستر او عملي ګام پورته شو.
دا ځل، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري لاسلیک او ویزه شو.
یاد تفصیلي پلان د ښاري اصولو او معیارونو پر بنسټ ترتیب شوی، چې موخه یې راستنو شویو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې مناسب، منظم او باکیفیته چاپېریال برابرول دي.
دغه پلان په (1006) جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې (1035) استوګنیزې نمرې لري، چې نمرې په درې ګټه ګورۍ وېشل شوي، پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې.
د دغه پلان له تطبیق سره به په یاد ښارګوټي کې ټول اړین ښاري خدمات، عامه تاسیسات او بنسټیزې اسانتیاوې په نظر کې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د تفصیلي پلان منظورېدل د مهاجرینو دایمي استوګنې، ښاري پراختیا او متوازن پرمختګ په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
تمه ده چې د عملي کېدو له پیل سره به زرګونو کورنیو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، ملا تړلې چې د ولس د هوساینې لپاره اغېزمن او ګټور ګامونه پورته کړي.
