د ننګرهار سره ‌رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱
د سره رود تفصیلی پلان

۱۴۴۷/۶/۲۵

د مهاجرینو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د باعزته استوګنې د زمینې برابرولو په موخه، یو بل ستر او عملي ګام پورته شو.

دا ځل، د ننګرهار ولایت د سره ‌رود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک او ویزه شو.

یاد تفصیلي پلان د ښاري اصولو او معیارونو پر بنسټ ترتیب شوی، چې موخه یې راستنو شویو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې مناسب، منظم او باکیفیته چاپېریال برابرول دي.

دغه پلان په (1006) جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې (1035) استوګنیزې نمرې لري، چې نمرې په درې ګټه ګورۍ وېشل شوي، پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې.

د دغه پلان له تطبیق سره به په یاد ښارګوټي کې ټول اړین ښاري خدمات، عامه تاسیسات او بنسټیزې اسانتیاوې په نظر کې ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې د تفصیلي پلان منظورېدل د مهاجرینو دایمي استوګنې، ښاري پراختیا او متوازن پرمختګ په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تمه ده چې د عملي کېدو له پیل سره به زرګونو کورنیو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، ملا تړلې چې د ولس د هوساینې لپاره اغېزمن او ګټور ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت