د ودانیزو او بیخ بناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
۱۴۴۷/۰۵/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو او بیخبناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي امین الله خادمالله وګمارل شو.
د یاد رئیس، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال، الحاج مولوي ګل زرین صابر له لوري خپلو کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.
په پېژندغونډه کې، محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ، ټولو کارکوونکو ته د فعالیتونو د بریا هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې امن تامین شوی، وخت دی چې د هېواد د ابادۍ چارې ګړندۍ شي، او هر څوک باید په پوره صداقت، اخلاص او همغږۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي.
محترم مولوي امین الله خادمالله د ودانیزو او بیخبنا پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست د مشر په توګه ژمنه وکړه، چې ټولې ورسپارل شوې چارې به د وزارت د معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې ترسره کوي، پروژو کې به د کیفیت ډاډ ترلاسه کوي او د هېواد د ابادۍ لپاره به خپله بشپړه هڅه نه درېغوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې کار خپل اهل ته وسپاري، ترڅو د ابادۍ او پراختیا چارې ګړندۍ، اغېزمنې او ګټورې شي.
