د ودانیزو او بیخ ‌بناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳۷
رئیس زیربنا

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو او بیخ‌بناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي امین الله خادم‌الله وګمارل شو.

د یاد رئیس، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال، الحاج مولوي ګل زرین صابر له لوري خپلو کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.

په پېژندغونډه کې، محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ، ټولو کارکوونکو ته د فعالیتونو د بریا هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې امن تامین شوی، وخت دی چې د هېواد د ابادۍ چارې ګړندۍ شي، او هر څوک باید په پوره صداقت، اخلاص او همغږۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي.

محترم مولوي امین الله خادم‌الله د ودانیزو او بیخ‌بنا پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست د مشر په توګه ژمنه وکړه، چې ټولې ورسپارل شوې چارې به د وزارت د معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې ترسره کوي، پروژو کې به د کیفیت ډاډ ترلاسه کوي او د هېواد د ابادۍ لپاره به خپله بشپړه هڅه نه درېغوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې کار خپل اهل ته وسپاري، ترڅو د ابادۍ او پراختیا چارې ګړندۍ، اغېزمنې او ګټورې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت