په کابل کې لسګونه مسجدونه جوړېږي

۱۴۴۶/۰۷/۲۶
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم، ټاکل شوې چې په کابل ښار کې لسګون مسجدونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د پلي کېدا په پار د حج، ارشاد او اوقافو محترم وزارت، امربالمعروف او نهی عن المنکر محترم وزارت، د کابل ښاروالۍ محترم ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت څخه یوه ګډه تخنیکي کمېته جوړه شوې چې، د یادو مسجدونو د جوړولو لپاره په کابل ښار کې ځایونه په نښه کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم تخنیکي سلاکار انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، دوی په کابل ښار کې (99) ساحې په نښه کړي چې، له ډلې یې د اړتیا له مخې د اوسمهال لپاره په (57) ځایونو کې مسجدونه جوړېږي.
ښاغلی انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، دوی د کابل ښار په (22) ناحیو کې وګرځېدل او هغه ځایونه یې په نښه کړل، چې اړتیا وه، مسجدونه په کې جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معینیت د یادو ساحو کروکي اخلي، سروې کوي یې او سکېچ ورته جوړوي چې، بیا د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو محترم معینیت ورته د حج او اوقافو وزارت څخه د فرمایش ترلاسه کولو وروسته منظمې نقشې جوړوي.
نوموړی وایي، د نقشو تر جوړېدو وروسته به یې تدارکاتي پړاونه سرته ورسېږي او بیا به پروژې تطبیق ته لاړې شي چې، د تطبیق له چارو به یې د کور او ښار جوړولو وزارت څارنه کوي.
د یادونې وړ ده چې، د چارو چټکتیا په پار د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند معینیتونه ځانګړي ګروپونه ایجادوي او چارې په کیفیت، معیار او چټکتیا پر مخ بیایي.