په کابل کې لسګونه مسجدونه جوړېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۲:۲۷
کابل

۱۴۴۶/۰۷/۲۶

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم، ټاکل شوې چې په کابل ښار کې لسګون مسجدونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د پلي کېدا په پار د حج، ارشاد او اوقافو محترم وزارت، امربالمعروف او نهی عن المنکر محترم وزارت، د کابل ښاروالۍ محترم ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت څخه یوه ګډه تخنیکي کمېته جوړه شوې چې، د یادو مسجدونو د جوړولو لپاره په کابل ښار کې ځایونه په نښه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم تخنیکي سلاکار انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، دوی په کابل ښار کې (99) ساحې په نښه کړي چې، له ډلې یې د اړتیا له مخې د اوسمهال لپاره په (57) ځایونو کې مسجدونه جوړېږي.

ښاغلی انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، دوی د کابل ښار په (22) ناحیو کې وګرځېدل او هغه ځایونه یې په نښه کړل، چې اړتیا وه، مسجدونه په کې جوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معینیت د یادو ساحو کروکي اخلي، سروې کوي یې او سکېچ ورته جوړوي چې، بیا د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو محترم معینیت ورته د حج او اوقافو وزارت څخه د فرمایش ترلاسه کولو وروسته منظمې نقشې جوړوي.

نوموړی وایي، د نقشو تر جوړېدو وروسته به یې تدارکاتي پړاونه سرته ورسېږي او بیا به پروژې تطبیق ته لاړې شي چې، د تطبیق له چارو به یې د کور او ښار جوړولو وزارت څارنه کوي.

د یادونې وړ ده چې، د چارو چټکتیا په پار د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند معینیتونه ځانګړي ګروپونه ایجادوي او چارې په کیفیت، معیار او چټکتیا پر مخ بیایي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۳۶
Background image

په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۰

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، کونړ ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د پنځه دېرش اعشاریه نهه میلیونه افغانیو په لګښت (۳۵.۹) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند ساحو کې د ښاري تخلفاتو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۵۳
Background image

پارون کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه پیل شوه

۱۴۴۷/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د نورستان ولايت د کور او ښار جوړولو رياست د محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني. . .

BACK TO NEWS