په هلمند ولایت کې د روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۷/۸
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په نهرالسراج ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک چارې وڅارل شوې.
ښاغلي مولوي ناظم وویل، د دې روغتیايي کلینیک د احاطوي دیوال د خشتګارۍ او د تعمیر د سیخ بندۍ چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره د دې پروژې د ودانیزو چارو څارنه د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا تر سره کیږي، تر څو چارې په معیار برابرې او د شرطپاڼې مطابق تر سره شي.