میدان وردګ ولایت کې د ښاري اساسي تأسیساتو لپاره د ځای پیدا کولو په پار ناسته وشوه

۱۴۴۶/۰۶/۱۹
میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر په مشرۍ او د نورو اړوندو ادارو په غړیتوب د دغه ولایت د اقتصادي پراختیا او بیخ بناء چارو کمېټه ناسته وکړه.
ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، په ناسته کې د اداري، روغتیایي او تعیملي کمپلیکسونو، سړو خونو، ترانسپورتي ترمینلونو، د سپک وزنه او درنو تولیداتو، سرایونو، برېښنا سبسټېشنونو، نخاس، جامع مسجدونو، د ودونو تالارونو، هدیرو او نورو مهمو برخو لپاره په ستراتېژیک پلان کې د ځای په نښه کولو خبرې وشوې.
نوموړی وایي، سربېره پر دې په سوداګریزو مارکېتونو او ښاري ودې او پراختیا بحث وشو.
د غونډې په دوام بحث شوی، چې باید له دې وروسته په میدان وردګ ولایت کې د غیرې پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وشي، د خپلسرو تعدیلاتو مخنیوی وشي او د تعدیلاتو چارې دې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترسره شي.