په هلمند کې دښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۴/۱۴
په هلمند ولایت کې د هغه ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه چې د قطر د شاهي کورنۍ لخوا یې مالي لګښت ور کول کیږي.
په هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیران وایي، د دې ښار ګوټي د نمرو د تهدابونو د قالب بندۍ، سیخ بندۍ، کارنکریټ اچونې او د خونو د خشتکارۍ چارې روانې وې چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې تر سره شي.