د فقهي او عقیدتي درسونو ازموینه واخیستل شوه
۱۴۴۶/۳/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست لخوا د دې وزارت له کار کوونکو څخه په لیکلې بڼه د ورکړل شوو فقهي او عقیدتي درسونو ازموینه واخیستل شوه.
د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي عبدالاحد حقاني وایي، د تېرو درېیو کلونو راهیسې د دې وزارت کار کوونکو ته بېلا بېل فقهي او عقیدتي درسونه ورکړل شوي چې ورسره د اسلامي مسایلو په تړاو د کار کوونکو پوهه لوړه شوې، عملي کوي یې او د چارو په ترسره کولو کې یې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
د یادولو ده، چې د دعوت او ارشاد ریاست د محترمو مدرسینو له لوري د دې وزارت کار کونکو ته د فقهي او عقیدتي درسونو لړۍ په منظمه توګه تدریس کېږي.