د کور او ښار جوړولو وزارت د اپارتمانونو د کرایې ورکونې طرزالعمل جوړوي

۱۴۴۶/۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیا کتنې کمیټې په څو بیلابیلو موضوع ګانو خبرې وکړې.
په لومړي سر کې د اپارتمانونو د کرایې ور کونې په اړه د ریاست الوزرا د محترم مقام د حکم په اړه خبرې وشوې او نظرونه شریک شول، پریکړه وشوه چې د اپارتمانونو د کرايې ور کونې په اړه یو طرز العمل جوړ کړي وروسته به د ریاست الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې شي.
په دې ناسته کې، د ښار جوړولو په قانون کې د ځینو مادو په زیاتوالي خبرې وشوې تر څو د نورو وزارتونو یا ادارو په ځانګړې توګه د ښاروالیو سره د وظیفوي تداخل مخنیوي وشي.
د دې کیمټې غړو وویل، د ښاري تخلفاتو لپاره رسیدنه د کور او ښآر جوړولو وزارت دنده ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو ښاري پلانونو څارنه کوي او د هر ډول ښاري تخلفاتو مخنیوي به کوي.