په شینوارو ولسوالۍ کې د اوبو د چیکډیم له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۲/۲
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په شینوارو ولسوالۍ کې د اوبو د یو چیکډیم له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي سعیدي وویل، یاد چیکډیم چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دی چې اوس د دې چیکډیم ودانیزې چارې بشپړې شوې دی او ګټې اخستنې ته چمتو دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.