پنجشېر ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د اداري تعمیر د سپټیک څاه له چارو څارنه وشوه
![picture](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-28_at_2.37.47_pm.jpeg)
۱۴۴۵/۵/۱۵
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په غوښتنه او د یاد ولایت د محترم مقام په سپارښتنه د عامې روغتیا ریاست د اداري تعمیر د سپټیک څاه له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
مسؤلو انجنیرانو د عامې روغتیا ریاست د اداري تعمیر د سپټیک څاه د خط اچونې نظارت وکړ او قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښونې وکړې، تر څو کارونه د قرارداد له مخې په ښه او معیاري ډول تر سره شي.
د یادولو وړ ده چې په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونه د پروژو له رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو ټول کارونه له پلان او نقشې سره سم په معیاري او مسلکي ډول تر سره شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.