د کابل دارالامان سیمه کې د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د برېښنا او امنیت ستونزه حل شوه

org_admin
Thu, May 11 2023 1:09 PM
pic

۱۴۴۴/۱۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل په دارالامان سیمه کې د نیله باغ هستوګنیزې پروژې له نیمه کاره چارو د یو شمیر رئیسانو او د دې پروژې د مسولینو په شتون کې لیدنه وکړه.

محترم شیخ حمدالله نعماني په دې پروژه کې شته ستونزې او ننګونې په ګوته کړې او د حل په موخه یې اړوندو مسولینو ته لازمې لار ښوونې وکړې.

ښاغلي سرپرست وزیر د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د برېښنا نشتون ستونزه حل کړه او دغه راز یې د امنیت خوندیتوب په موخه هلته مسؤل کسان وګمارل.

ښاغلي نعماني ډاډ څرګند کړ، چې د وزارت اړوند مسؤلیتونه به په خپل وخت او ښه توګه سرته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی د الله او خپل ملت پر وړاندې ځان مسؤل ګڼي او هڅه یې دا ده چې د ولس لپاره پر وخت اغېزمن خدمات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې عملي چارې په کال ( ۱۳۹۸/۰۶/۱۲) مه نېټه پیل او بیا د کرونا او ځینو لاملونو له امله په ټپه درېدلې او چارې یې نیمګړې پاتې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې څنګه کېدای شي امکاناتو ته په کتو د دې وزارت اړوندې ټولې تولګټې پروژې بېرته پیل او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

5 months 1 week ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new