ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بدخشان کې (۳۵) کسان د غصب په تور معرفي کړل
۱۴۴۳/۱۰/۲۵
د بدخشان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د دولتي ځمکو د غصب په تور (۳۵) کسان معلوم او ترتیب کړی لېست یې اړوندو ادارو ته ولېږداوه.
یادو کسانو له فیض اباد څخه تر کشم ولسوالۍ پورې د عمومي سړک حریم غصب کړی و، چې نومونه یې په یو لېست کې ترتیب او عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شول.
دغه راز د بدخشان د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه (۵۰) قطعې مکتوبونه اړوندو بنسټونو ته استولي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې او ملکیتونه غصب کړي.