په سرپل ولایت کې له دوه سوه زره افغانیو زیات عواید له اجاره یي ځمکو څخه راټول شول
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې د مخابراتي انتونونو د حق الاجارې څخه دوه سوه زره افغانۍ او د دولتي ځمکو له اجارې څخه شپږ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړل.
دغه رقم راټول شوي عواید د دولت خزانې ته لېږدول شوي چې د دولت بودیجه ورسره زیاته شوې ده.
دغه راز د سرپل د ښار جوړولو او ځمکو ریاست درې سوه او اووه پنځوس منه غنم د تېرو کلونو له باقیدارۍ څخه راټول کړي چې د یاد ریاست په وړاندیز به دغه اندازه غنم هم د دولت له عوایدو سره یو ځای شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ریاست پر دې سربېره د ولایت مقام په همغږۍ یو هیئت د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ته لېږلی چې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په ده میانه کلي کې د یو جوړ شوي کلینیک تسلیمي ورکړي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ریاست د هغې ۲۵۲ جریبه دولتي ځمکې پر دوسیې کار پیل کړی چې د یاد ولایت په کاشان سیمه کې موقعیت لري او دغه راز یې د یادې ځمکې د څلورکلنې حق الاجارې په راټولولو کار پیل کړی دی.
د یادولو وړ ده چې په سرپل ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو له اوسېدونکو سره خبرې روانې کړي چې باید دولتي ځمکې او مالچر بیرته دولت ته پرېږدي او په هغې کې له تصرف کولو څخه ډډه وکړي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې ټولې دولتي ځمکې او مالچر چې د اشخاصو لخوا غصب شوي، بیرته به د دولت پورې اړوند کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې پر دولتي ځمکو او املاکو خېټه واچوي.