په سرپل ولایت کې له دوه سوه زره افغانیو زیات عواید له اجاره یي ځمکو څخه راټول شول

it_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۵:۱
o

د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې د مخابراتي انتونونو د حق الاجارې څخه دوه سوه زره افغانۍ  او د دولتي ځمکو له اجارې څخه شپږ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړل.

دغه رقم راټول شوي عواید د دولت خزانې ته لېږدول شوي چې د دولت بودیجه ورسره زیاته شوې ده.

دغه راز د سرپل د ښار جوړولو او ځمکو ریاست درې سوه او اووه پنځوس منه غنم د تېرو کلونو له باقیدارۍ څخه راټول کړي چې د یاد ریاست په وړاندیز به دغه اندازه غنم هم د دولت له عوایدو سره یو ځای شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ریاست پر دې سربېره د ولایت مقام په همغږۍ یو هیئت د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ته لېږلی چې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په ده میانه کلي کې د یو جوړ شوي کلینیک تسلیمي ورکړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ریاست د هغې ۲۵۲ جریبه دولتي ځمکې پر دوسیې کار پیل کړی چې د یاد ولایت په کاشان سیمه کې موقعیت لري او دغه راز یې د یادې ځمکې د څلورکلنې حق الاجارې په راټولولو کار پیل کړی دی.

د یادولو وړ ده چې په سرپل ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو له اوسېدونکو سره خبرې روانې کړي چې باید دولتي ځمکې او مالچر بیرته دولت ته پرېږدي او په هغې کې له تصرف کولو څخه ډډه وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې ټولې دولتي ځمکې او مالچر چې د اشخاصو لخوا غصب شوي، بیرته به د دولت پورې اړوند کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې پر دولتي ځمکو او املاکو خېټه واچوي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت