د بلخ په غير پلاني سیمو کې له ۸۰ زرو څخه زيات کورونه سروې او ثبت شوي
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې د تطبيق په دوام په بلخ ولايت کې ۸۳۵۵۵ کورونه سروې او ثبت کړي دي.
په دې ډله کې ۸۰۹۳۸ کورونه په مزار شريف ښار او ۲۶۱۷ کورونه په بلخ ولسوالۍ کې سروې او ثبت شوي دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلالاباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو غیر رسمي سیمو کې جوړو شويو ۵۰۰ کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.