د کور او ښار جوړولو وزارت د ایبک ښار د شمال ختیځ ښارګوټي د ستونزو د حل لپاره جدي اقدام کوي
۱۴/۶/۱۴۴۸
د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي، محترم داملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د کور اوښار جوړولو رئیس، مولوي محمد امین نوري او د ایبک ښار له ښاروال، محترم الحاج عبدالوکیل حقیار، سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سمنګان والي او د ایبک ښار ښاروال د ایبک ښار د شمال ختیځ ښارګوټي د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په یاد ښارګوټي کې یو شمېر د پلان جوړونې ستونزې شتون لري او همدارنګه ځینې سرغړونې هم پکې شوې دي.
د سمنګان محترم والي او د ایبک ښار محترم ښاروال د کور او ښار جوړولو له محترم وزیر څخه وغوښتل، چې یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي او هغو کسانو ته د ودانیزو چارو د ترسره کولو اجازه ورکړل شي، چې د منظور شوې نقشې او پلان مطابق د ودانیزو چارو د ترسره کولو غوښتونکي دي.
د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، وویل، چې اړینه ده د ایبک ښار د شمال ختیځ ښارګوټي ستونزې هرڅومره ژر چې ممکن وي، حل شي.
نوموړي لارښوونه وکړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم دې یاد ولایت ته ولېږل شي، ترڅو د ښارګوټي د پلان جوړونې اړوند ستونزې وڅېړي او د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي.
