په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
لغمان

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په مشرۍ تخنیکي او انجنیري ټیم څارنه ترسره کړه.

یاده شبکه د پروژې د طرحې او ټاکل شویو تخنیکي مشخصاتو له مخې په بشپړ ډول پلې شوې، چې د ۱۲۰ مترو ژوروالي د اوبو یوه ۱۴ انچه څاه، د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو نل‌لیکه، د هرې یوې د ۵ متر مکعبه ظرفیت لرونکي د اوبو دوه زېرمتونونه، ۱۴ لمریز تختې او ۲۰ عمومي نل‌ خولې لري.

د یادې پروژې چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په څه کم دوه میلیونه افغانیو مالي لګښت، د لغمان د کور او ښار جوړولو ریاست تر څارنې لاندې، د ولید مسلم ساختماني شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د شبکې د چارو د ۱۰۰ سلنه بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو سره به د مهاجرینو ښارګوټي د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې اساسي اسانتیا رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت