خوست کې د ښاري پلانونو د تطبیق او ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳۶
خوست

۱۴۴۸/۴/۱۵

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د دغه ولایت په دوهمه، درېیمه او څلورمه ناحیو کې د ښاري پلانونو د تطبیق او روانو ودانیزو چارو څخه نظارتي لیدنه ترسره کړه.

د نظارت موخه د منظور شوو ښاري پلانونو د تطبیق ارزونه او د احتمالي ښاري او پلاني سرغړونو تثبیت و، د ساحوي ارزونې پر مهال کومه څرګنده پلاني سرغړونه ونه موندل شوه او د روانو ودانیزو چارو اړوند نقشې او نور اسناد هم وکتل شول.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د یادو ودانیزو چارو نقشې د خوست ښاروالۍ ریاست له لوري تأیید او ویزه شوې دي او عملي چارې یې د منظور شوو نقشو مطابق پر مخ روانې دي.

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیمونه د منظور شوو ښاري پلانونو د تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، څو د ښاري پلانونو په محدوده کې د هر ډول پلاني او ښاري سرغړونو مخه ونیول شي او ودانیزې چارې د منظور شوو نقشو او ښاري اصولو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳۶
Background image

خوست کې د ښاري پلانونو د تطبیق او ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د دغه ولایت په دوهمه، درېیمه او څلورمه ناحیو کې د ښاري پلانونو د تطبیق او روانو ودانیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت