د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
5 ناحیه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند په سره میاشت ښارګوټي کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو ساختماني چارې ودرول شوې او اړوندو مسؤلینو ته خبرتیا ورکړل شوه، څو د ودانیزو چارو اسناد، مدارک او رسمي جوازونه د ښاري سرغړونو د څېړنې ریاست ته وسپاري، ترڅو له منظور شوو ښاري پلانونو سره یې مطابقت وکتل شي او د سرغړونې د تثبیت په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د دې څارنې موخه د ودانیو د جوړولو د چارو له ښاري پلانونو سره سمون، د زیاتې ګڼې‌ ګوڼې مخنیوی، د ښاري بې‌ نظمۍ مخنیوی، د ګاونډیانو د حقونو او حریم ساتنه، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.

د یادونې وړ ده چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ودانیو د څارنې بهیر په دوامدار او هدفمند ډول روان دی او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت