د کابل ښار د نهمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۵۶
نهمه ناحیه

۱۴۴۸/۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم ، د یاد ریاست د رئیس په مشرۍ، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د قلعه وکیل، یکه ‌توت، خواجه رواش او بنایي سیمو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سیمو د ګذر وکیلانو او د خلکو له استازو سره لیدنې وشوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې تر بلې پرېکړې پورې ټولې ودانیزې چارې ودرول شي او په یادو سیمو کې هر ډول ودانیز فعالیتونه د نافذه قوانینو او د م پنځم کروریان د تصویب شوي پلان له مخې ترسره شي.

همدارنګه، د استوګنیزو، سوداګریزو ودانیو او د ودونو د تالارونو له مالکینو وغوښتل شول، چې د خپلو پروژو ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او د تصویب شویو پلانونو سره تر مطابقت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو موخه د تصویب شویو ښاري پلانونو د تطبیق ډاډمنول، د غیرقانوني ودانیزو چارو مخنیوی او په کابل ښار کې د ښاري نظم او قانون حاکمیت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت