د کابل ښار د نهمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم ، د یاد ریاست د رئیس په مشرۍ، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د قلعه وکیل، یکه توت، خواجه رواش او بنایي سیمو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د سیمو د ګذر وکیلانو او د خلکو له استازو سره لیدنې وشوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې تر بلې پرېکړې پورې ټولې ودانیزې چارې ودرول شي او په یادو سیمو کې هر ډول ودانیز فعالیتونه د نافذه قوانینو او د م پنځم کروریان د تصویب شوي پلان له مخې ترسره شي.
همدارنګه، د استوګنیزو، سوداګریزو ودانیو او د ودونو د تالارونو له مالکینو وغوښتل شول، چې د خپلو پروژو ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او د تصویب شویو پلانونو سره تر مطابقت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.
د دغو څارنو موخه د تصویب شویو ښاري پلانونو د تطبیق ډاډمنول، د غیرقانوني ودانیزو چارو مخنیوی او په کابل ښار کې د ښاري نظم او قانون حاکمیت پیاوړتیا ده.
