د پلعلم ښار د داخلي سړک د جوړولو له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۲
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم د پلعلم ښار د داخلي سړک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د دې پروژې د سړک د غاړې د ویالو د سرپوښونو د کانکرېټ اچولو چارې پیل شوې دي، همدارنګه، د پُل د بنسټونو د کېندنې او د اوسپنیزو میلونو د نصب او تړلو چارې هم په منظم ډول روانې دي.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د یادې پروژې له تطبیقي بهیر څخه دوامداره تخنیکي څارنه کوي، ترڅو ټولې چارې د منظور شوې طرحې، تخنیکي مشخصاتو او ملي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.
