د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۱۴۴۸/۱/۱۲
د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري تخنیکي ټیم له لوري د معیاري ښاري او ساختماني اصولو مطابق ترتیب شوې دي، چې د پروژې د تخنیکي اړتیاوو او محصلانو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړې شوې دي.
همدارنګه د پروژې د تطبیق او ودانیزو چارو د کیفیت څارنه هم د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له خوا په دوامداره ډول ترسره شوې، څو د کار ټولې مرحلې د منظور شویو نقشو او تخنیکي معیارونو سره سمې ترسره شي.
د نقشې جوړولو او تخنیکي نظارت دا بهیر د دې لامل شوی چې پروژه په معیاري ډول بشپړه شي او د راتلونکې لپاره د ودانیزو چارو د کیفیت لوړولو ښه بېلګه وګرځي.
د خوړنځای او د غونډو تالار جوړېدل به د محصلانو د ستونزو په حل، د پوهنتون د خدماتو په ښه والي او د تعلیمي چاپېریال په معیاري کولو کې مهم رول ولري.
