تر ۲۹ زره ډېرې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې؛ تازه د دوشنبې ورځ ۱۱۶۱ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، په شپږو ولایتونو کې (۱۱۶۱) استوګنیزې نمرې ووېشلې.
د تېرې دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۰۷) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، زابل کې (۱۰۰) کورنیو ته، کندز کې (۱۶۸) کورنیو ته، فراه کې (۲۱۷) کورنیو ته، هلمند کې (۲۸۵) کورنیو ته او په غزني ولایت کې (۸۴) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، دا چاره یې ځکه ګړندۍ کړې، څو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
ښاغلی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د یاد پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول او د ژوند د ښه چاپېریال برابرول دي.
دا یوازې هغه شمېرې دي چې تېره ورځ دوشنبه (۱۱۶۱) نمرې وېشل شوې دي، خو په ټوله کې تر دې دمه (٢٩٩٢٩) استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د ځمکو وېش به د منظور شوو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.
