د وزارت مقام دفتر

د هغه ریاستونو دندې چې محترم مقام ته راپور ورکوونکي دي، لاندې ذکر دي:

د دفتر ریاست

  1. د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر مشرتابه د فرامینو او احکامو، د ریاسة الوزرا محترم مقام د ناستو مصوبو او د وزارت محترم مقام لارښوونې د وزارت اړوندو ادارو ته رسول.
  2. د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر مشرتابه او د ریاسة الوزرا محترم مقام د ناستو مصوبو، فرمانونو او حکمونو او د وزارت محترم مقام د لارښوونو د تطبیق په موخه د ریاستونو له کړنو څارنه او کنټرول او بېرته د وزارت محترم مقام او ذیصلاح مراجعو ته راپور ورکول.
  3. د رهبري هیئت په ناستو کې ګډون کول، د مذاکراتو او موضوعاتو لیکل، د یادو ناستو پرېکړې اړوندو ادارو ته رسول او د تطبیق له څرنګوالي یې کنټرول کول.
  4. له داخلي او بېروني مېلمنو سره د وزارت محترم مقام د لیدنو او د وزارت د رهبرۍ جلسو تنظیمول او د هغو د پرتوکولونو جوړول.
  5. د وزارت محترم مقام ته د عالي مقام د اسنادو، مکتوبونو او لارښوونو وړاندې کول او په تړاو یې د هدایت اخیستل.
  6. د مرکو او رسنیزو کنفرانسونو تنظیمول او د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو خبري رسنیو ته د راپورونو ورکول.
  7. د وزارت موخو، برنامو او مقاصدو پر اساس د عمومي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د وزیر ملاتړ ترلاسه کولو په پار په لوړه کچه د اداري او مدیریتي مسؤلیتونو رامنځته کول.
  8. د وزارت کالني ستراتېژیک پلان سره سم د مناسب تطبیق برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د کاري او ستراتېژیک پلان او د وزیر د دفتر موخو ترسره کولو په اړه دستور ورکول.
  9. د ټولو هغه اسنادو او مکتوبونو څېړنه او بشپړ کتل چې د ملاحظې او پرېکړې په موخه محترم وزیر صاحب ته لېږل کېږي.
  10. د محترم وزیر صاحب د ټولو حکمونو، امرونو او لارښوونو اجراء کول او د وروستي تصمیم نیونې په موخه یې له پلي کېدا ډاډ ترلاسه کول.
  11. د محترم وزیر صاحب او یا د سیال ذیصلاح مراجع د لارښوونې سره سم له صلاحیت لرونکو استازو سره د تصمیمونو او یا وروستي تصمیم نیول.
  12. په کالني توګه د وزارت د ستراتېژیک پلان سره سم د مناسب تطبیق برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د محترم وزیر د دفتر موخو، ستراتېژیو او کاري پلان په جوړولو کې دستور ورکول.
  13. د وزارت نظر، لیدلوري او موخو ته د رسېدو لپاره له داخلي او بېروني مرستندویانو سره د مستقیمو اړیکو رامنځته کول او پیاوړي کول.
  14. د وزارت ستراتېژۍ په پام کې نیولو سره له ادارو، مؤسسو، دولتي ارګانونو او خصوصي سکتور سره د عضوي اړیکو برخه کې د کاري برنامو رامنځته کول.
  15. د افغانستان اسلامي امارت د متداوله یا عام قوانینو په پام کې نیولو سره د وزارت همکار هېوادونو استازولیو ترمنځ د ډیپلوماتیکو چارو تنظیمول.
  16. د ولایتونو په کچه د وزارت لیدلوري، نظر او موخو سره سم د وزارت له دومو واحدونو سره د چارو انسجام او بهتروالي په موخه د اړیکو ټینګول او لازمې لارښوونې کول.
  17. په میاشتنۍ توګه د وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د کاري راپورونو راټولول او د وزارن محترم مقام ته یې لېږل.

ښاري او ودانیزو تخلفاتو ته د رسېدو عمومي ریاست دندې:

  1. د ودانیزو او ښاري پلانونو له ښه تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تخلفاتو ته د رسېدو برنامې جوړول.
  2. ودانیزو او ښاري تخلفاتو ته د رسېدو، د پلانونو عملي کولو او د سټنډرډونو او مقرراتو رعایتولو په موخه د ښاروالیو، سازمانونو او بنسټونو د همکاریو جلبول.
  3. د تخطیو او د ښاري او ودانیزو تخلفاتو مخنیوي او دغه راز د قوانینو او تخنیکي سټنډرډونو تطبیق په موخه اړوندو مراجعو ته د تخلفاتو موضوعات رسول.
  4. د چارو په ترسره کولو او د ښاري او ودانیزو تخلفاتو څېړنو برخه کې له مرکزي او ولایتي ریاستونو سره همکاري، همغږي او د ګډو هڅو رامنځته کول.
  5. اړوندو مراجعو او ذیدخل افرادو او اړخونو ته د ښاري او ودانیزو تخلفاتو مخنیوي په موخه لازم پوهاوی ورکول، د پوهاوي برنامې جوړول او په دغه برخه کې د اطلاعیو نشرول.
  6. د پرتوکولونو د تطبیق او د سمو موادو د استعمالولو په موخه د مرکز او ولایتونو د پروژو د موادو څارنه او د احجامو بل (انوایس) څېړنه او کنټرول او اړوندو مراجعو ته یې د پړاونو بشپړولو په موخه د اسنادو لېږل.
  7. ودانیزو او ښاري تخلفاتو د رسېدو په موخه د ذیدخله ریاستونو سره په همغږۍ د مقررو، تګلارو او لارښودونو جوړول.
  8. د منظور شوو ساختماني، مسکوني مجتمع ګانو او ښاري پلانونو له ښه تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د برنامو جوړول.
  9. د ودانیزو او ښاري تخلفاتو په تړاو د تخنیکي او فني پلانونو د موضوعاتو انسجام، رهبري او د برنامو جوړول.
  10. د هغه ساختماني او ښاري پلانونو بیا کتنه چې تر څارنې او ارزونې لاندې دي او د وزارت محترم مقام ته یې په تړاو معلومات ورکول.

ښاري تخلفاتو ته د رسېدو ریاست مهمې دندې:

  1. د اړوندو ریاستونو او نورو ټولو ادارو سره په همغږۍ د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د مقررو، کړنلارو او کاري لارښودونو چمتو کول.
  2. د ښاري پلانونو او مسکوني مجتمع ګانو تخلفاتو مخنیوي او د ملي او نړیوالو سټنډرډونو او مقررو د تطبیق لپاره د څارنې او څېړنې په موخه د برنامو جوړول.
  3. د منظور شوو ښاري پلانونو خلاف د مسکوني مجتمع ګانو او ښارګوټو له جوړولو مخنیوی کول.
  4. د هغه خپل سرو تغیراتو او رغنیزو چارو مخنیوی کول چې ساحه یې تر ښاري پلان جوړولو لاندې وي.
  5. د منظور شوو پلانونو سره سم د عامه خدماتو او بیخ بنایي تأسیساتو څېړنه او څارنه کول.
  6. په ښاري محدوده کې د لارو، سیندونو، ځنګلونو، نهرونو، څاه ګانو، د سیلاب راوتلو ځایونو، د برق او مخابراتو د شبکاتو د انتقال او نورو ټولو ملي او ټولګټو تأسیساتو د حریم رعایتول.
  7. په منظور شوو نقشو کې د تثبیت شوو اندازو سره سم د مساحت او د ساختمان د حجم او ارتفاع د  موازینو د نه رعایتولو مخنیوی کول.
  8. ښاري تخلفاتو ته رسېده ګي کول او د موادو معاینه کول(د ښارجوړولو، ښاروالۍ او اړوندو ادارو ترمنځ د ګډکمېسیون جوړول).
  9. له سرغړونو د مخنیوي په موخه اړوندو مراجعو ته د تخلفاتو رسول، د تخلفاتو له منځه وړل او د قوانینو او د منظور شوو تخنیکي سټنډرډونو پلي کول.
  10. د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د منظور شوو ښاري پلانونو د تپلي کېدا برخه کې د پلانونو له اصلاحاتو (اصلاحي او تعدیلي) څارنه او پالنه کول.
  11. په خپل سرې توګه له ځمکو د ګټې پورته کولو مخنیوی کول.(Land use)

له ساختمانونو د څارنې او پالنې ریاست عمده دندې:

  1. د ریاست کاري استقامت په پام کې نیولو سره د تعمیراتي او ترمیم پروژو د ګواښ مدیریت څېړنه کول.
  2. د کار د پیل د مکتوب د صادرولو له وخت څخه تر مالک ته د سپارلو تر وخته، په هېواد کې دننه او بهر د ودانیو د ترمیم، بیارغونې او تخریب د پروژو د تطبیق څارنه او ساتنه.
  3. د منظور شوو مشخصاتو او نقشو په پام کې نیولو سره په پروژه کې کارول شوي توکي او تجهیزات او د کار ابعاد تاییدول.
  4. د کار په ساحه کې د خوندیتوب رواجول او وده ورکول او دغه راز په کاري ساحه کې د قراردادي لخوا د خوندیتوب اصولو د مراعاتولو په اړه د ساحې لیدل.
  5. د مرکزي او ولایتي پروژو د مقدارونو بیلونه چیک او کنټرولول او اړوندو ادارو ته یې د پړاونو بشپړولو په موخه لېږل.
  6. د شوي قرارداد سره سم د پروژو له پیل څخه تر پایه د لګښتونو کنټرولول.
  7. د ساختماني پروژو د تخنیکي او د وخت د تعدیل اسنادو تحلیل او ارزونه.
  8. له مرکز څخه د ولایتي پروژو څېړل په 50 سلنه او 100 سلنه مرحلو کې.
  9. د ساختماني پروژو سپارل، لنډمهاله او نهايي سپارل.
  10. د تر کار لاندې پروژو او د پروژو پالونکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه.
  11. د وزارت محترم مقام ته د ساختماني ستونزو او ننګونو په اړه د پلانونو، وړاندیزونو او حل لارو وړاندې کول.

د دخلي تفتیش ریاست اساسي دندې:

  1. په مالي، حسابي، اداري، حقوقي او تخنیکي برخو کې د وزارت اړوندو ریاستونو د تفتیش برخه کې پلان جوړول.
  2. په هېواد کې د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د وزارت د مرکزي او ولایتي واحدونو د مالي، حسابي، اداري او تخنیکي چارو څېړل.
  3. د ربعوار تفتیش پلانونو پلي کولو څرنګوالي په اړه د منظورۍ او لارښوونې ترلاسه کول.
  4. په سمه توګه د چارو ترسره کولو په موخه د وزارت د باصلاحیته مقاماتو د قوانینو، دستورونو، لارښوونو، حکمونو، فرمانونو، مصوبو، تګلارو او پرېکړو پر تطبیق څارنه.
  5. هغه مراجعو ته چې څېړنه یې شوې د تفتیش چارو د پایلو په تړاو د پرېکړې لېږل او تعقیب یې تر هغې چې د تفتیش ریاست ته یې په تړاو ډاډ ورکړل شي.
  6. عدلي او قضایي ارګانونو ته د دوسیې استولو په موخه د وزارت له مقام څخه هدایت ترلاسه کول او دغه راز د وزارت محترم مقام ته د خپلو کړنو راپور ورکول.
  7. د پلټونکو له کړنو څارنه او د پلټونکو د کار له پای ته رسېدو وروسته د څېړل شوو شکمنو دوسیو مطالعه کول او د وزارت مقام ته یې راپور ورکول.
  8. که دوسیې جرمي اوصاف ولري، د تفتیش او پلټنو پایلې یې د کنټرول او تفتیش محترم ریاست ته سپارل.
  9. د سرغړونې د خبرتیا د ترلاسه کولو په صورت کې د وزارت مقام له اجازې وروسته د وزارت د چارواکو د ځانګړو حکمونو پلي کول او د اړوندو څانګو د فوق العاده قضیو تفتیش.
  10. د چارو د ښې همغږۍ په موخه د تفتیش عالي ادارې او اړوندو څانګو سره د اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا.

  د پالیسۍ او پلان ریاست بنسټیز مسوولیتونه:

  1. د ستراتېژیکو او ملي لومړیتوبونو سره سم د وزارت د پراختیایي او ستراتېژیکو پلانونو طرحه او ترتیبول.
  2. د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ترڅو د زیربناوو پروګرامونه وپیژني او د ستراتیژیکو پلانونو پر بنسټ د اړتیا وړ بودیجې وړاندوینه وکړي.
  3. د کور او ښار جوړولو وزارت د پراختیایي پروګرامونو د تنظیم او تطبیق لپاره د اقتصاد او  مالیې وزارتونو او نورو دولتي ادارو سره همغږي جوړول.
  4. د وزارت د ریاستونو او دویمو واحدونو د کړنو د راپورونو راټولول (میاشتني، ربعوار او کالني) او د چارو ادارې او نورو اړوندو ادارو ته یې استول.
  5. د وزارت په استازیتوب په ټولو ملي او نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون.
  6. د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتیژیکو موخو د تحقق په پام کې نیولو سره د وزارت د پلانونو ترتیب، تحلیل او ارزونه.
  7. د ښاري پراختیا سکتور د ستراتېژۍ سره سم د وزارت د پراختیایی پروژو تنظیمول.
  8. د مخکینیو پلانونو څخه د ترلاسه شویو پایلو په پام کې نیولو او د وزارت له مشرتابه سره په تفاهم د پلان جوړولو لپاره پروژو ته لومړیتوب ورکول.
  9. د دقیقو احصایو چمتو کولو لپاره په ډیټابیس سیسټم کې د معلوماتي شمېرو او ارقامو راټولولو او د کاري پلانونو توحیدولو څخه اداره کول، څارنه او ډاډ ترلاسه کول.
  10. په ملي بودیجه کې د شمولیت په موخه د پروژو د فرمایشونو ترلاسه کول او د وزارت د پرمختیایي پروژو د مفاهیم نوټونو ترتیبول.
  11. د وزارت د مرکز او دویمي واحدونو د احصایوي فورمو تطبیق او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې لېږل.
  12. د ښاري سکتور او د نورو دقیقو او اغېزمنو سرچینو په همکارۍ د وزارت د څانګو د اړتیا وړ مواردو د دقیقو معلوماتو راټولول.
  13. د ولایتونو د اقتصادي او ټولنیزو احصایو مدیریت، راټولول، طبقه بندي او تحلیل.
  14. د پلانونو د نه پلي کېدو په اړه د وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ستونزو، نیمګړتیاوو او بې غوریو پیژندنه.
  15. د قوانینو، مقرراتو، تګلارو، لوایحو او نورو اړینو قانوني اسنادو جوړول او د قانوني پړاونو بشپړول یې.

د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اساسي دندې:

  1. د نوي کابل ښار په محدوده کې د خصوصي پراختیا ورکونکو د ښاري پراختیایي پروژو د پلانونو او ډیزاینونو بیاکتنه او ارزونه.
  2. د مالي کالونو لپاره د پراختیایي پروژو د پلانونو چمتو کول.
  3. نوښتونه او د تخلیقي پلانونو وړاندې کول او د پراختیایي لیدلورو رامنځته کول.
  4. له شخصي او دولتي ځمکو او ملکیتونو څخه د اغېزمنې ګټې پورته کولو لپاره د بېلګو چمتو کول.
  5. د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست لپاره د تخنیکي اسنادو (پراختیایي او تفصیلي پلانونو) چمتو کول.
  6. د هراړخیز پراختیایي پلان او اساسي زیربنا چمتو کول.
  7. د وزارت د پراختیایي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د نوي کابل ښار د زیربناوو د پلان جوړولو د تګلارو جوړول.
  8. د پلانونو، نورمونو، لوایحو او سټنډرډونو سره سم د نوي کابل ښار د ټولو زیربنایي پراختیایي چارو کنټرول او څارنه.
  9. ننګونو او وړاندې شوو حل لارو ته په کتو د نوي کابل ښار د نقشو، طرحو او تخنیکي اسنادو منظوري.
  10. په پروژو کې د پلي کولو په موخه د ملي او نړیوالو نورمونو او سټنډرډونو په پام کې نیولو سره د نوي کابل ښار د نقشو څېړنه او تائیدول.
  11. د نوي کابل ښار د ساختماني چارو د کمیت او کیفیت لپاره پلان جوړول.
  12. د ټولو هغه ساحو ارزونه او څارنه چې د نوي کابل ښار په ماسټر پلان کې شاملې دي.
  13. د ساختماني چارو د پرمختګ لپاره د تخنیکي ټیم له خوا د چمتو شوو ساحوي راپورونو برابرول.

د عامه اړیکو ریاست بنسټیزې دندې:

  1. د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مطبوعاتي او خپرنیز پلان جوړول او تبلیغات کول.
  2. د اړوندې لایحې سره سم د پروګرامونو په پلي کولو کې د حجم او خبري ارزښت پېژندل.
  3. د عامه پوهاوي په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت دندو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکول.
  4. د وزارت اړوند فعالیتونو ته د انعکاس ورکولو لپاره د رسنیزو غونډو او ناستو(مطبوعاتي او خبري کنفرانسونه، مرکې، ګردي مېزونه او له خبریالانو سره ناستې) تنظیمول او جوړول.
  5. په رسنیو کې د وزارت اړوند خپرو شوو ټولو موضوعاتو څارنه.
  6. د اسلامي امارت نشراتي پالیسۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت رهبرۍ پر بنسټ د ټولو نشراتي چارو رهبري کول.
  7. د وزارت د دندو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو د معلوماتو د خپرولو او ترویج په اړه د اړتیا په مهال د غونډو او ورکشاپونو جوړول.
  8. د وزارت د کاري پروګرامونو په اړه د تبلیغاتي مسایلو طرحه کول، تنظیمول او پلي کول.
  9. د وزارت د بهرنیو همکارانو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت دندې په شفاف ډول منعکس کولو برخه کې هڅه کول.
  10. د کور او ښار جوړولو وزارت د خپرونو د ادارې او د نورو نشراتي وسایلو مدیریت او رهبري کول.
  11. د وزارت د کړنو په تړاو د معلوماتو ورکولو برخه کې د اړوندو ادارو سره د اړیکو ټینګول.

د ولایتي کور او ښار جوړولو ریاستونو بنسټیز مسؤلیتونه:

  1. له مخکې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره د ښاري چارو او کور جوړولو پلان جوړول او تنظیمول.
  2. د اړوندو ښارونو او ښارګوټو مدیریت، سروې، او ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او چاپېریالي مطالعات.
  3. د کور او ښار جوړولو وزارت ستراتېژیکو موخو ته د رسېدو لپاره د ساختماني او ښاري سپارل شوو چارو لپاره د پالیسیو او لارښودونو ترتیب.
  4. د وزارت مقاماتو له لوري د ورسپارل شوو صلاحیتونو سره سم د ساختماني پلانونو څېړنه او ویزه کول.
  5. د مسکن او ښارجوړولو قانون مطابق د ښاري حدودو او حریم په ټاکلو کې ښاري او ساختماني څارنه او ساتنه.
  6. د ښاري او ساختماني چارو په برخه کې د ګاونډ ټولو ښاري پلان جوړولو څانګو سره د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول.
  7. د دویمو واحدونو سره د کاري اړیکو ټینګول او پیاوړي کول، په ځانګړې توګه د ښاري سکتور غړو او ښاري کارکوونکو سره.
  8. اړوندو بنسټونو، ارګانونو، موسسو او بنسټونو ته د ښاري او ساختماني لاسته راوړنو د ودې په موخه د هوکړه لیکونو او تګلارو لیکل.
  9. د مرکزي ریاستونو سره د پلان جوړولو او ښاري او ساختماني ډیزاین برخه کې د ګډو کړنو د ترسره کولو لپاره د اسانتیاوو برابرول.
  10. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې او ملي پراختیا د ستراتېژۍ او له اداري فساد سره د مبارزې او د ملي ستراتېژۍ د موخو او پلانونو ترلاسه کول.
  11. د پخوانیو ښارونو د ساتنې او بیا رغونې لپاره د پلانونو سروې او چمتو کول او د تخنیکي سروې له څانګو څارنه.
  12. له چاپېریال سره د زیربنایي تأسیساتو او شبکو د همغږۍ، اغېزمنتیا او ګټورتیا لپاره د ځانګړو لارښوونو ترتیب.
  13. د زړو ښارونو د غیر پلاني ساحو جوړول او بیا رغونه او د پخوانیو او تاریخي ښارونو د مقرراتو خلاف د سرغړونو څېړنه کول.
  14. د وزارت اهدافو ته د رسېدو لپاره د اړونده طرزالعملونو سره سم د زړو ښارونو ساتنه.

د تخنیکي او حقوقي مشاوریتونو عمده دندې:

تخنیکي او حقوقي مشاوریتونه د کور او ښار جوړولو وزارت مقام ته د مشورو ورکولو برخه کې فعالیت کوي.

تخنیکي مشاوریت وزارت ته په تخنیکي برخو کې مشورې ورکوي لکه د ښاري پلان جوړولو برخه کې د کار د پرمختګ څرنګوالی، د انجینرۍ پلانونو او نقشو د جوړولو څرنګوالی، د کورونو برابرول او وېشل، ساختماني چارو او ښاري پراختیا.

حقوقي مشاوریت د تقنیني او حکومتدارۍ اسنادو، د قوانینو، مقرراتو، طرزالعملونو او د حکومتدارۍ د نورو اسنادو د پړاونو بشپړولو، د حکومتدارۍ مسودو لیکل او د مقام د لارښوونو د عملي کولو په ځانګړې توګه تخنیکي او حقوقي برخو کې مشورې ورکوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې 5 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت