کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۴
کونړ

۱۴۴۷/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات ترسره کړي دي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند ټیم یې په کونړ ولایت کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د هغو(۵۰) استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې وڅارلې چې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لپاره جوړېږي.

په دې څارنه کې د کورونو د بنسټونو، دېوالونو، کانکریټي چارو، د ودانیزو موادو کیفیت، د کار ساحوي تنظیم، د کارګرو د خوندیتوب اصولو، او د پروژې د عمومي پرمختګ وضعیت هر اړخیزه ارزونه شوې ده.

تخنیکي ډلې څرګنده کړې چې د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم پر مخ روانې دي، خو ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې چې د حل لپاره یې سمدستي سپارښتنې وشوې.

دا کورونه د هغو کورنیو لپاره رغول کېږي چې د زلزلې له امله یې خپل استوګن ځایونه له لاسه ورکړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت موخه دا ده چې ودانیزې چارې په بشپړ ډول معیاري، خوندي او د تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي، څو خلک په یو باکیفیته او با‌دوامه کور کې ژوند پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۲۶
Background image

په پکتیکا کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌العمر وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د انګور اډې په ساحه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۱
Background image

په غزني کې د شهید عبدالکبیر ښوونځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم د واغظ ولسوالۍ د شهید عبدالکبیر ښوونځي د رغنیزو چارو څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات

۱۴۴۷/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت