کونړ ولایت کې د زلزلهځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات
۱۴۴۷/۶/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د زلزلهځپلو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې د معیاري تطبیق لپاره تازه اقدامات ترسره کړي دي.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند ټیم یې په کونړ ولایت کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د هغو(۵۰) استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې وڅارلې چې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لپاره جوړېږي.
په دې څارنه کې د کورونو د بنسټونو، دېوالونو، کانکریټي چارو، د ودانیزو موادو کیفیت، د کار ساحوي تنظیم، د کارګرو د خوندیتوب اصولو، او د پروژې د عمومي پرمختګ وضعیت هر اړخیزه ارزونه شوې ده.
تخنیکي ډلې څرګنده کړې چې د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم پر مخ روانې دي، خو ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې چې د حل لپاره یې سمدستي سپارښتنې وشوې.
دا کورونه د هغو کورنیو لپاره رغول کېږي چې د زلزلې له امله یې خپل استوګن ځایونه له لاسه ورکړي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت موخه دا ده چې ودانیزې چارې په بشپړ ډول معیاري، خوندي او د تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي، څو خلک په یو باکیفیته او بادوامه کور کې ژوند پیل کړي.
