د خصوصي سازۍ چارو معينيت
د خصوصي سازۍ چارو معينيت د يو عمومي ریاست او په دويم بست کې د اتو رياستونو په درلودلو سره لاندې دندې او مسووليتونه لري:
د خصوصي سازۍ عمومي رياست: د خصوصي سازۍ عمومي رياست د دريو رياستونو په درلودلو سره د اجارې چارو تنظيم، د دولتي ځمکو او املاکو پلورل او په کرايه ورکول، د ملي اقتصاد او خصوصي سکتور د ودې په هدف عامه او خصوصي مشارکت ته زمينه برابرول او د ملي عوايد لوړول يې عمده مسووليتونه دي. دا رياست پر اجاره د ځمکو ورکولو رياست، د عامه او خصوصي مشارکت رياست، د دولتي ځمکو او املاکو د خرڅلاو رياستونه لري.
د دولتي او عامه ځمکو د بانک رياست: د دولتي ځمکو د بانک طرحه د جلالتماب جمهور رئيس په رياست د اوبو، ځمکو او چاپېريال ساتنې عالي شورا په لسمه غونډه کې منظور شوه، چې په لومړي سر کې د يوې برنامې په چوکاټ کې جوړه شوه او بيا يې د دولتي او عامه ځمکو د بانک رياست ته ارتقا وکړه. تشخيص، نقشه اخېستنه، د معلوماتو راټولول، د دولت تر استفادې لاندې د عامه او دولتي ځمکو ثبتول، د دولت تر استفادې لاندې له عامه او دولتي ځمکو څخه د سمې استفادې لپاره زمينه برابرول، د پانګې جذبول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د ټولنيز ژوند ښه کول او د دولتي او عامه ځمکو د غصب مخنيوی د دې رياست مهمې دندې دي.
د قراردادونو د تنفيذ رياست: د قراردادونو د تنفيذ رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د خصوصي سازۍ معينيت تر چتر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي. دا رياست مسووليت لري چې له خصوصي سکتور سره د دې وزارت له ټولو قراردادونو، عايداتو، د تړونونو له تطبيق او د دواړو خواوو له مکلفيتونو څخه سمه څارنه وکړي. د قراردادونو د تنفيذ رياست په حکومتولۍ کې د شفافيت رامنځته کولو په موخه د دې وزارت ټول قراردادونه نافذوي.
د ښاري بيا تنظيم رياست: د ښاري بيا تنظيم رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د خصوصي سازۍ معينيت تر چتر لاندې خپل فعاليتونه پرمخ وړي. د غيرپلاني سيمو ارزښت ټاکنه، د پانګې د جذب په موخه له غيرپلاني سيمو څخه استفاده، د ملي عوايدو لوړول او ښاري بيا تنظيم د دې رياست له مهمو مسووليتونو څخه دي.
منازعاتو ته د رسيدګۍ او د املاکي مصوونيت رياست: منازعاتو ته د رسيدګۍ او د املاکي مصوونيت رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د خصوصي سازۍ معينيت تر چتر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي. دا رياست د غصب شويو ځمکو چارو ته د رسېدنې په موخه دنده لري چې دولتي او شخصي ملکيتونو ته د مصوونيت زمينه برابره کړي. همدارنګه دا رياست مسووليت لري چې په ټول هېواد کې دولتي ځمکې د غاصبينو له منګولو خلاصې کړي او له دې ځمکو څخه د سمې استفادې لپاره زمينه برابره کړي.
د تنظيم او د ځمکو د وېش رياست: دا رياست د خصوصي سازۍ معينيت تر چتر لاندې فعاليت کوي چې د ټولګټو پروژو د تطبيق لپاره د دولتي ځمکو د انتقال او تنظيم مسووليت لري.