د پکتیا ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د پراختیایې پروژو له چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۵۶
پکتیا ولایت

 ۱۴۴۷/۶/۳

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبيدالله رشاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د لجې منګل ولسوالۍ د ادارې ودانۍ، احاطې او د څارونکو برجونو، د څمکنیو ولسوالۍ د څمکنیو عالي لېسې د تدریسې ودانۍ ودانیزو چارو، د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند قیمتۍ په ساحه کې د جوړیدونکي مسجد شریف له کارونو،د جاني خیلو ولسوالۍ اړوند د جوړیدونکي (٣٠) بستریز روغتون د ودانۍ له چارو او همدارنګه د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند خروټو په ساحه کې د جوړیدونکي مسجد شریف له کارونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

ښاغلي مفتي رشاد وویل، هغه ستونزي چې په کاري ساحه کې موجودې وې، د ګډ ولایتي هیئت د غړو لخوا د کارونو د کیفیت د خوندیتوب په موخه قراردادي شرکتونو مسؤلینو او ساحوي انجنیرانو ته تخنیکي سپارښتنې وشوې،چې ټولې ودانیزې چارې د نقشې، احجامو، تدارکاتي شرطنامې او د انجینري معیارونو له مخې ترسره کړي.او همدارنګه، د پروژو د اغېزمنتیا او کیفیت د لوړولو په موخه یو لړ تخنیکي نظریات هم د نظارتي بورډ د غړو لخوا وړاندې شول.

د پکتیا ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست تخنیکي ټیم غړي د دولتي ادارو، عامه تاسیساتو او پرمختیایي پروژو د طرحې، ډیزاین او تطبیق څارنه کوي، څو ټول رغنیز کارونه د انجینري اصولو او ملي معیارونو پر بنسټ په سمه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت