په باریکاب کې د دېوال جوړولو چارې موقتآ ودرول شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۱
باریکاب

۱۴۴۷/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لیوال په لارښوونه د دغه ریاست تخنیکي او د عامه پوهاوي ګډ ټیم د باریکاب صنعتي کرنیز پارک شمالي دېوال ساحې ته ولاړ.

ښاغلي انجنیرلیوال وویل، پلاوی د دېوال د روان کار وضعیت له نږدې وڅېړه او مسؤلینو ته یې د وزارت رسمي پیغام ورساوه چې د موضوع تر وروستي وضاحت او پرېکړې وړاندې باید کار موقتآ ودرول شي، مسؤلینو ته څرګنده شوه چې د چارو دوام د دولتي سرچینو د ضایع کېدو او د ځايي خلکو د شکایتونو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

دنوموړي په خبره، ټیم په ساحه کې د ښاري اصولو، پخوانیو فیصله ‌لیکونو او د مقرراتو د مراعت اهمیت روښانه کړ او ټینګار یې وکړ چې تر نهایي حکم مخکې هر ډول کار باید درول شوی وي.

د باریکاب صنعتي ـ کرنیز پارک په ملي کچه مهم اقتصادي ارزښت لري، نو وزارت هڅه کوي چې ټولې چارې یې د قانون، دقیقو تخنیکي اصولو او شفافیت پر بنسټ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

په باریکاب کې د دېوال جوړولو چارې موقتآ ودرول شوې

۱۴۴۷/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لیوال په لارښوونه د دغه ریاست تخنیکي او د عامه پوهاوي ګډ ټیم د باریکاب صنعتي کرنیز پارک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۵۹
Background image

د سرای شمالي نه تر خیرخانې کوتل پورې د سړک وضعیت وڅارل شو

۱۴۴۷/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس انجنیر احمد جاهد لیوال په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سرای شمالي او خیرخانې کوتل ترمنځ د سړک د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د استقلال ښارګوټي د استوګنیزو بلاکونو پروژې تخنیکي اسناد بشپړ شول

 ۱۴۴۷/۶/۱

د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیامعینیت د برنامو د انسجام یاست محترم مسؤلین وایي، چې د کابل په اتمه ناحیه کې د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ استوګنیز اپارتمانونو د پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت