د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.
یاده څارنه د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو او د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پروژې روانې چارې له نږدې وکتل شوې.
د څارنې پر مهال د ودانۍ د داخلي رنګمالۍ او همدارنګه د برېښنا او اوبو رسولو د سیسټمونو د وسایلو او تجهیزاتو د نصب چارې روانې وې، چې ټول یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري په هر اړخیزه توګه وڅارل شول.
یاده پروژه د امارتي افغان پوست شرکت تر مدیریت لاندې پلي کېږي، او تر دې مهاله یې شاوخوا ۸۳ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.
د څارنې په ترڅ کې د ساحوي انجنیرانو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.
د رغنیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیاري اصولو د رعایت او د ښاري خدمتونو د ښه والي لپاره اړینه بلل کېږي.
