د مرکز او ولایتونو د پروژو لومړنۍ ارزونې او مشخصاتو لست بشپړ شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۳۰
مسکن

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د سنجش او ارزونې ریاست خبر ورکوي چې د مرکز او ولایتونو په کچه د امارتي او خصوصي پروژو د ابتدايي ارزونې او مشخصاتو لست بشپړ شوی دی.

د یاد ریاست د راپور له مخې، ترسره شوي فعالیتونه د ګڼو مهمو دیني، استوګنیزو، اداري او سوداګریزو پروژو د ابتدايي ارزونې په ترتیب او ثبتولو پورې اړه لري، چې په دې کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو د حوزې تعمیرات، استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ، جوماتونه، د فقید امیرالمؤمنین مقبره او دارالحفاظ، ابتدایي محکمې، ګدامونه او پارکینګونه، احاطوي دیوالونه، د اوبو ذخیرې، پلې لارې او نورې اړوندې پروژې شاملې دي.

یاد ریاست د تازه جوړو شوو پروژو ترڅنګ، د بیا رغونې پروژو د ابتدايي ارزونې او مشخصاتو لست هم د انجینري او تخنیکي نقشو پر اساس بشپړ کړی دي، د ابتدايي ارزونې لست ترتیبولو ترڅنګ، د غیرمنقول جایدادونو قیمت ټاکنه، د ودانیو څارنه او د پروژو راپور ورکول هم ترسره کېږي.

د ریاست د توضیحاتو له مخې، د ابتدايي ارزونې کار د انجینري نقشو پر اساس د رغونې او ودانیزو چارو د پلان جوړولو لپاره ترسره کېږي، او د عادي ترمیمي کارونو په اړه یې فعالیتونه د غوښتونکې ادارو د وړاندیز او د اړوند ریاستونو په همغږۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت