په هلمند کې د لقمان حکیم سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۱۷
هلمند ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نعیم متعمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لقمان حکیم سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

ښاغلي ملا معتمد وویل، یاده پروژه د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه، لغمان جاده کې موقعیت لري. د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دا مهال د سي  بلاک د یوې برخې د پارټیشن، پلاستر، د برېښنا د ویرینګ  چارې روانې دي.

د نوموړي په خبره، د ساحې مسؤل انجنیر ته لارښوونه وشوه چې د موادو ټاکل شوی مارک په دقت مراعات کړي او د اوبو ورکولو پروسه په معیاري توګه ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ودانیزو پروژو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د خوندي ساتلو لپاره دوامداره څارنې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۲۱
Background image

په خوست کې د معتادینو د نوي روغتیايي مرکز د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي اعمارېدونکي مرکز د ودانیزې پروژې څخه څارنه ترسره شوه. یاد مرکز د اتیا. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت