په کابل ښار کې د رحمن مینې طلایي ښارګوټي د ښاري وضعیت څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۲
کارته نو

۱۴۴۷/۰۵/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د  رحمن مینې طلایي ښارګوټي له تفصیلي پلان څخه د څارنې او ارزونې بهیر ترسره کړ.

په دې څارنه کې د ښاري سرغړونو ته د رسیدنې ریاست تخنیکي ټیمونو د ښارګوټي د سایټ پلان، عام المنفعه تاسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو، سړکونو او ترانسپورتي شبکو، برېښنايي شبکو، اوبه رسونې او کانالیزېشن برخو وضعیت ارزونه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په دې ښار ګوټي کې ځینې سرغړونې شوې دي، په ځانګړي ډول د استوګنیزو نمرو پر ځای د استوګنیزو بلاکونو جوړېدل، د سړکونو او لارو د بندېدو پېښې، د شنو ساحو د پارکینګونو په توګه کارول، او د عامه تاسیساتو لکه کلینیک او وړکتون نشتون هغه سرغړونې دي چې د څارنې پر مهال تشخیص شوې دي.

محترم مولوي عبدالمنان حقاني ټینګار وکړ چې د ښاري سرغړونو مخنیوی د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو مسؤلیتونو څخه دی، او ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې ده چې د تفصیلي پلانونو او ښاري اصولو د تطبیق په برخه کې جدي اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د ښار جوړولو د اصولو رعایت د ښاري نظم، ښکلا او د خلکو د هوساینې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د هېواد په کچه د ښارونو د منظم پرمختګ، د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي لپاره منظم څارنې ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په پکتیا کې د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۴

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د هغه په مشرۍ د رباط سیمې په مهاجرینو ښارګوټي کې د روانو ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د سړک‌ جوړولو چاري پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د‌ جوړولو او خدماتو برخې چارې پیل شوې.

ښاغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

په غزني کې د مهاجرينو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرينو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل کړې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت