غزني ولایت کې د سلطان محمد غزنوي زیارت له ترمیماتي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۱
غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز د روضه په ساحه کې د سلطان محمود غزنوي صاحب د زیارت د ترميم له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، دمګړۍ د زیارت په ساحه کې د پلي لارو د ترمیم چارې روانې دي.
نوموړی وایي، دغه چارې د ترکیې هېواد د ټیکا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، خو په خبره یې په ساحه کې یې هېڅ ډول قانوني اسناد موجود نه وو.
محترم رئیس د خپل ټیم له قوله وایي، دوی له قراردادي شرکت څخه د قانوني نقشو غوښتنه وکړه، خو له هغوی سره په ساحه کې څه نه وه او چارې په خپلسرې توګه پر مخ روانې وې.
تمه ده چې په دغه برخه کې اړوند ادارات لاس په کار شي او د یوې منظمې نقشې به مخې به چارې پرمختګ پیدا کړي.